خبرونه | 30.07.2010 | 08:00 UTC
ناټو: په سويلي افغانستان کي مو درې عسکر وژل سوي دي
د افغانستان په ناقراره سويلي برخو کي درې بهرني عسکر وژل سوي دي. د ناټو د خبرپاڼې له مخي دغه عسکر د ماين چاودلو په دوؤ بېلا بيلو پيښو کي وژل سوي دي. په خبرپاڼه کي د وژل سوؤ هويت ندی څرگند کړل سوی او ويل سوي چي درې سره عسکر د پنج شنبې يا زيارت په ورځ وژل سوي دي. په بل خبر کي بيا ويل سوي دي چي وژل سوي بهرني عسکر امريکايان دي. د بهرني عسکرو په وړاندي د مقاومت کوونکو تر ټولو ستره وسله په کور کي جوړ کړل سوي بمونه بلل کيږي چي د بهرني عسکرو د وژلو تر ټولو ستر سبب دی. د آی کېژولټيز ډاټ اورگ نومي انټرنټ پاڼې په وينا په روان مېلادي کال کي په افغانستان کي 408 بهرني عسکر وژل سوي دي چي پکښي 102 يې يوازي تېره مياشت جون کي ووژل سول. په 2001 مېلادي کال کي د جگړې د پيل راهيسي د جون مياشته د بهرنيو عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشته وه.











