1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

ځانگړي مطالب | 24.03.2010

د ګرديزاو زرمت ترمنځ سړک کريړکيږي

 

دغه سړک د پکتيا مرکز ګرديز، ددغه ولايت د زرمت دولسوالۍ سره مښولي ، چي 42 کيلومتره اوږدوالۍ او 10 متره عرض به ولري.

 

پردغه سړک باندې 36 ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي ، چي دUSAID لخوا ورکول کيږي او په اوږدو کې به يې ټول پلونه او پلچکونه هم پاخه کيږي.

د پکتيا ولايت وياند روح الله سمون پدې اړه وايی،

 

«سړک په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې قرارداد يې هم لاسليک سوی دی او د اس ام سي سي لخوا تر سره کيږي اوتقريبأ 20 ورځې وروسته پيل کيږي چې په 18 مياشتو کی به يې کار تمام سي.»

د سمون په وينا پر دغه سړک باندی چی اوس خامه دی ، په زرګونو کسان هره ورځ  تګ راتګ کوي .

سمون زياتوي د دې سړک د جوړولو پر مهال به په زرګونو مسلکي او غير مسلکي کسانو ته  د کار زمينه هم  برابره سي  .

سمون وايې ددغه سړک عملي کار د اس ام سي سي  تعميراتی شرکت لخوا پر مخ بيول کيږي اومهم والی يې دادی چې د دغې  پروژې ټول کارونه به  د افغانانو لخوا ترسره سي.

« دپکتيا مرکز دزرمت سره او همدارنګه پکتيا دغزني او پکتيکا سره مښلوي ، پر دې سړک باندې به سلګونو کسان کار وکړي او ټول کارکونکې به يې افغانان وي او د افغانانو لخوا به ترسره سي. »

محمد امين چې هره ورځ پر دې سړک باندې تګ راتګ کوي ،خپلې مشکلات په داسي ډول بيانوي او وايي چې کله دا سړک جوړ سي ،دوی ته به ډيری اسانتياوي رامنځته سی  .

« مريضان پيښيږي ، جوړي او ناجوړي ده ، دشپې لخوا لاری نه ليدل کيږي ، دا سړک چې جوړ سي،زموږ مشکلات به هم اوار سي او مالدارانو او بزګرانو ته به هم ښه وي او دوی کولای سي خپل محصولات د همدغه سړک په واسطه انتقال کړي. »

د زرمت ولسوالۍ يو اوسيدونکي محمد اکرم هم د سړکانو د اهميت په هکله وايي چې چارواکې بايد په همدغه يوه سړک اکتفا ونه کړي او ددسيمې  ټول سړکان په پام کې ونيسي او جوړيې  کړي.

 

د پکتيا د چارواکو په وينا په پام کی ده چې په نږدې راتلونکی کی به په دې ولايت کی د نورو سړکانو د جوړولو کار هم پيل سي او په دې هکله د پکتيا د پي ارټي  د ټيم سره خبرې سوي دي.

 

 

احمد فرهاد

کتونکي : محمد قاسم نوري

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Politik direkt

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.