1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

افغانستان | 29.07.2010

کاميرون: پاکستان د تروريز صادرول هڅوي

 

د برتانيې صدراعظم په هندوستان کي ويلي دي چي نړيواله ټولنه بايد دا و نه زغمي چي پاکستان نورو هيوادونو ته تروريزم صادر کړي.

 

ديويد کاميرون تيره ورځ په بنگالور کي په يوه خبره غونډه کي وويل چي« موږ په هيڅ ډول دا نسو منلای چي پاکستان دي ددوه مخي اجازه ولري»

 

برتانوۍ ورځپاڼه ديلي تيلگراف د کاميرون په اقتباس ليکي چي هغه دا هم ويلي چي «پاکستان ددې اجازه نه لري چي هندوستان، افغانستان او يا نوري نړۍ ته تروريز صادر کړي.»

 

د برتانيې صدراعظم دغه راز ويلي دي چي هغه موضوع چي پاکستان په ۲۰۰۸ کال کي د ممبۍ په خونړۍ پېښه کي لاس لري او د غه راز د پاکستان په خاوره کي د طالبانو د تحريک شتون سختي انديښنې را پارولي دي.

 

هغه ويلي دي چي پر دې مسلو باندي يې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما سره بحث کړی او غواړي چي د هند د لومړی وزير من موهنسگ سره هم بحث ورباند وکړي.

 

کاميرن ويلي « موږ بايد پاکستان ته دا په زغرړه ووايو، چي موږ غواړو يو ځواکمن ازاد او ډيموکراټيک پاکستان ووينو.»

 

دغه راز د برتانيې صدراعظم زياته کړې چي ډيموکراټيک هيوادونه چي غواړي پرمختللو هيوادونو ته ځان ور نږدې کړي هغوی اجازه نه لري چي تروريز تشويق کړي.

 

کاميرون ويلي چي د تروريزم په اړه پاکستان ته د امريکاد متحده ايالاتو او لويي برتانيې پيغام ډير روښانه دی. « موږ لکه تاسي يو ځواکمن ازاد  ډيموکراټ او د تروريز څخه خلاص پاکستان غواړو.»

 

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.