1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

آلمان او نړۍ | 29.07.2010

په المان کي يوار بيا د افغانستان پر پوځي ماموريت باندي بحثونه روان دي

 

د آلمان دسوسيال ډیموکرات په ګوند کي يوار بيا جرو بحثونه او مشاجري رامنځ ته سوي چي آیاپه افغانستان کي دي د آلمان دعسکرو ماموريت دوام پیدا کړی او که څنګه ؟

 

دسوسيال دیموکرات ګوند دپوځي چاروکار پوه Hans- Peter Bartels  وايي چي دWikileaks  انټرنيټي  شبکې له خوا د افغانستان په هکله دپټوپوځي اسناد و د برملا کيدو مساله به د افغانستان په هکله زموږ په دريځ کي دکوم بدلون سبب نشي.

 

خو د آلمان په اتحادي پارلمان  دسوسيال ډیموکرات د ډلي دبهرني سیاست ویاند Mütznich وايي چي د راتلونکي کال دمارچ په میاشت کي کله چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموریت د مودې پر اوږدولو باندي خبري کیږي، موږ به يې هغه وخت پلوي وکړو چي حکومت دافغانستان په هکله پټو اسنادوپه اړه معلومات وړاندي کړي.

 

موتڅنيښ وايی ، کوم عملیات چي  دامریکا د متحده ايالتونو کوماندويي واحدونه يي په پټه سرته رسوي، نو دا به د منلو وړ خبره نه وي چي سړی  پر واقعيتونو باندي  سترګی پټي کړي او هرڅه ومني.

 

دسوسيال دیموکرات دبهرني سياست وياند د آلمان له حکومته څخه په دې هکله چي ويل کیږي ، په افغانستان کي دطالبانو مشران په نښه کیږی او بیا وژل کيږی ، زيات توضيحات او معلو مات غوښتي دي.

 

یا دآلمان دسوسیال ديموکرات دپارلمانی ډلي يو بل غړي  د Kölner Stadt    Anzeiger  د ورځپاڼۍ سره به مرکه کي وايي چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموریت  د مودې دبيا اوږدولو څخه مخکي بايد ډیرو پوښتنو ته ځواب وويل سي.

 

خو ددغه ټولو خبرو او مشاجرو سره سره بياهم څنګه چي د آلمان دسوسيال دیموکرات دګوند دمديره هيت غړي Jens Bullerjahn وايي دا به له امکانه څخه ليري خبره وي چي نن سبا به په افغانستان کي د آلماني عسکرو ماموريت ته دپاي ټکي کيښودل سي.

 

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Politik direkt

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.