1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

 | 30.07.2010 | 08:00 UTC

رابرټ گېټس: د محرمو اسناد د بربنډوونکو تلاښ مو پېل کړی دی

د متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرټ گېټس ويلي دي چي په جدي توگه به د هغو کسانو تلاښ وکړي چي په افغانستان کي د جگړې د اسنادو په بربنډه کولو کي يې رول لوبولی وي. تقريبا يوه اونۍ تر مخه په ويکي ليکس نومي انټرنټ پاڼه کي د افغانستان د جگړې په هکله په لسگونو زره محرم اسناد خپاره سوي وه. گېټس ويلي دي چي د بربنډوونکو د تلاښ په ترڅ کي يې د امريکا د فډرالي امنيتي ادارې ايف بي آی څخه هم مرسته غوښتې ده. د دفاع وزير گېټس او د امريکا لوی درستيز مايک مولن په يوه خبري ناسته کي يو ځل بيا پر دې خبره ټينگار وکړی چي په بربنډ کړل سوؤ اسنادو کي کومه نوې خبره نسته خو دا چي دغه بربنډونه د امريکايي عسکرو ژوند د گواښ سره مخامخ کولای سي. په اسنادو کي دبعضو داسي افغانانو نومونه هم راغلي دي چي بهرني او افغان ځواکونو لپاره يې جاسوسي کوله. داسي ويري رامنځ ته سوي چي د دغو افغانانو ژوند هم د گواښ سره مخامخ سوی دی.



 

DW-TV EUROPE live

Politik direkt

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.